د یوه روښانه لرلید په لرلو سره چې د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې د ښځو پراخ ګډون دی، مېرمن حسینه (چې مستعار نوم یې دی) د مشارکت د ښځو سیاسي ګډون له ائتلاف سره یوځای شوه. کله چې نوموړې مالومات ترلاسه کړل چې یاد ائتلاف د رأیې اچوونې لپاره د نوم لیکنې کمپاین په لاره اچوي ترڅو له ښځو ملاتړ وکړي چې د اکتوبر میاشتې په سراسري ټاکنو کې ګډون وکړي، هغې پرېکړه وکړه ترڅو ورته یو کار ترسره کړي.

حسینه نه پوهېده چې څرنګه دا کار پیل کړي. له دې امله، نوموړې خپل کار د بدخشان ولایت، فیض آباد ښار په شپږمه ناحیه کې له ګاونډیانو سره په اړیکه کې کېدو او کور په کور ورتګ سره پیل کړ. نوموړې هڅه وکړه ترڅو ښځو ته قناعت ورکړي چې د رآیه ورکوونکو په توګه نوم لیکنه وکړي، خو ډېر ژر ورته مالومه شوه چې په یاده سیمه کې ۶۲ تنه ښځې پېژندپاڼې (تذکرې) چې د نوم لیکنې لپاره اړینې بلل کېږي، نلري.

د دې ستونزې په پوهېدو سره، نوموړې په یاد ولایت کې د ثبت احوال نفوس له ادارې سره چې د پېژندپاڼو د وېش مسئولیت پرغاره لري، په اړیکه کې شوه او ستونزې یې له هغوی سره شریکه کړه. یادې ادارې له مېرمن حسینې وغوښتل چې د سیمې ټولې ښځې یو ځای کې سره راټولې کړي ترڅو دا اداره خپل استازی هغوی ته د پېژندپاڼو وېشلو په موخه واستوي. حسینه چې د فیض آباد ښار د دارالمعلمین یوه ښوونکې ده، له خپلې ادارې سره یې په دې اړه خبرې وکړې او د یادې ادارې له چارواکو څخه یې وغوښتل چې یوه خونه په واک کې ورکړي ترڅو ښځې هلته راټولې او ورته پېژندپاڼې ووېشل شي. د دارالمعلمین چارواکو د مېرمن حسینې دا غوښتنه ومنله او نوموړې ته یې یوه خونه په واک کې ورکړه. د ثبت احوال نفوس له ادارې سره د نېټې له همغږۍ وروسته، مېرمن حسینې ټولې ښځې په ټاکلي ځاې کې سره راټولې کړې.

له نیکمرغه، د دارالمعلمین کارکوونکو هم وکولای شوای له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او په پای کې، له ۸۰ څخه ۱۰۰ تنو پورې ښځو وکولای شوای چې پېژندپاڼې ترلاسه کړي. د مشارکت د ښځو سیاسي ګډون ائتلاف د غړې په توګه، مېرمن حسینې د نوم لیکنې کمپاین ته دوام ورکړ او خوشحاله وه چې د سیمې ټولو ښځو د رأیه ورکوونکو په توګه نوم لیکنه کړې وه! د مشارکت پروژې د مالوماتو او اړیکو د مدیریت سیسټم په کارولو سره، نوموړې وکولای شوای چې خپله تجربه له نورو سره شریکه کړي ترڅو د ائتلاف نور غړې ورڅخه څه زده کړي. د ښځو سیاسي ګډون د ائتلاف غړي په فعاله توګه یو له بله سره مالومات شریکوي او د رأیه ورکوونکو په توګه د نوم لیکنې د پیغام په استولو کې یو له بله سره مل او همکار وو.

دا د مېرمن حسینې لپاره یوه مثبته تجربه وه او هغه وتوانیده چې خپله تجربه د مشارکت ملي ناستې په بهیر کې له نورو سره شریکه کړي. د مشارکت ملي ناستې د پای په مراسمو کې نوموړې داسې وویل " هغه څه چې ما ترسره کړل، ماته یې ځواک راوبښه او زده مې کړل چې یو کس هم کولای شي چې مثبت بدلون رامنځته کړي، او زه اوس ډاډمنه یمه چې د هېواد په کچه د مشارکت د ښځو سیاسي ګډون ائتلاف هر غړی کولای شي چې مثبت بدلون رامنځته کړي."

پروموټ مشارکت هڅه کوي ترڅو د بدلون راوستلو، په ملي، ولایتي او سیمه ییزه کچه د هغو مدني فعالینو او بنسټونو ترمنځ د ګټورې عدالت غوښتنې او د هغې د پیاوړتیا لپاره پراخ بنسټه د عدالت غوښتنې ملاتړې ډلې رامنځته کړي، کوم فعالیتونه یې د ښځو په برابرۍ او ځواکمنتیا راڅرخیږي. د مشارکت پروژې په بهیر کي، د مسئلې پر بنسټ ۸ ائتلافونه چې پکې د ښځو حقونو په برخه کی فعال د مدني ټولنې ۳۰۰ بنسټونه او ۵۰۰۰ مدني فعالین له افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه شتون لري، رامنځته کړي دي.