د اﻣرﯾﮑﺎ د ﻣﺗﺣده اﯾﺎﻻﺗو د ﻧړﯾوالې  ﭘرﻣﺧﺗﯾﺎیی ادارې  (USAID)  پروموټ پروګرام: ښځې په حکومت کې پروژه د ښوونځیو او پوهنتونو هغو ښځینه فارغینو ته  چې په ملي او سیمه ییزه کچه د افغانستان له دولتي بنسټونو سره د کار کولو لېوالتیا لري د حرفوي پرمختګ فرصتونه برابروي ، له همدې لارې افغانې مېرمنې پیاوړې کوي او هغوی ته د پرمختګ لاره هواروي. د افغانستان د اسلامي جمهوریت له وزارتونو او اړوندو ادارو سره په ګډه همکارۍ، د امریکا د متحده آیالاتو د نړیوالۍ ادارې پروموټ ښځې په حکومت کې پروژه د هغو مېرمنو ظرفیت لوړوي چې عمرونه یې د ۱۸ او ۳۰ کلونو ترمنځ وي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دا مېرمنې د اړتیا وړ مهارتونه، تجربه او پوهه لري او له نرینه وو سره یوځای د افغانستان په حکومت کې د نوي رهبر  نسل  په توګه ډګر ته راووځي.

  • د امریکا د متحدا آیالاتو د نړیواله پرمختیایي اداره پروموټ: ښځې په حکومت کې پروژه د څو اړخیزه دوولس میاشتني کار زده کړې (انټرنشېپ) پروګرام له لارې مېرمنو ته زمینه برابروي چې حکومت ته لاره پیدا کړي او په پرېکړه کوونکو پوستونو کې دندې ترسره کړي. دا پرواګرام مېرمنو ته د ملکي خدمتونو د روزنیز نصاب،  د رهبرۍ پراختیایي روزنو او په وزارتونو کې د دندې پر مهال روزنیزو پروګرامونه وړاندې کوي او مېرمنې له هغو رهنما کسانو سره په اړیکه کې کوي شي چې له دې روزنیزو پروګرامونو څخه فارغ شوي دي ترڅو مېرمنو ته د بریا لاره وروښیي.
  • دا پروژه د حکومت له همکارو بنسټونو سره په کار کوي ترڅو ښځینه کارکوونکو ته په حکومت کې د کارکولو دوستانه چاپېریال  رامنځ ته کړي  او په کاري چاپیر یال کې د ښځو پر وړاندې پراته خنډونه وڅېړي او حل لارې ورته بیامومي.
  • دا پروژه د راډیویي ډرامو په ګډون چې موخه یې په حکومت کې د مېرمنو لپاره د کاري فرصتونو او د رهبرۍ د نقش په اړه د عامه ذهنیت رامنځ ته کول دي د پوهاوي د نوو او پراخو ارتباطي کمپاینونو له لارې د هغو مېرمنو څخه د سیمه ییزو ګټه پورته کوونکو (ذینفعانو) ملاتړ زیاتوي چې له کور څخه بهر کار کوي.