پروموت: مشارکت

د امریکا متحده ایالتونو د نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) په ملاتړ، د پروموټ پروګرام د امریکا د متحده ایالتونو او د افغانستان د اسلامي جمهوري د دولتونو ترمنځ یوه ګډه ژمنه ده چې موخه یې د ۷۵۰۰۰ افغانو ښځو ځواکمنتیا بلل کېږي. د ښځو د ځواکمنتیا لپاره د امریکا متحده ایالتونو د نړیوالې پراختیایي ادارې په تاریخ کې تر ټولو سترې نوښتګرې طرحې په توګه، د پروموټ پروګرام ښځې په مهارتونو، تجربو، پوهې او د اړیکنیونې په موخه په شبکو باندې سمبالوي ترڅو هغوی د خپلو نارینه وو همکارانو ترڅنګ په ګډه افغانستان د بدلون لسیزې (۲۰۱۵ - ۲۰۱۴) په بهیر او له هغه څخه وروسته، پرمختګ پر لور روان کړي. د مشارکت کلمه چې په دري او پښتو ژبو کې د " ګډکار" او " ګډون" په مانا ده، د پروموټ د ګڼ شمېر پروژو څخه یوه پروژه ده چې موخه یې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه له ۵۰۰۰ زیاتو فعالینو  او ۵۰ مدني ټولنې پورې اړوندو بنسټونو څخه د یوې داسې ډلې رامنځته کول دي چې وکولای شي په افغانستان کې د ښځو د برابرۍ او ځواکمنتیا د پیاوړتیا او پراخېدو لپاره په اغېزناکه توګه عدالت غوښتنه وکړي.

موخې:

د پروموټ مشارکت پروژه، لاندې بشپړونکو موخو ته د لاسرسي په موخه طرحه شوې ده:

  • په ملي، ولایتي او سیمه ییزه کچه، د فعالینو او مدنې ټولنې د بنسټونو ترمنځ د عدالت غوښتنې د داسې ملاتړو ډلو رامنځته کول چې د ښځو لپاره په برابرۍ او د هغوي پر ځواکمنتیا څرخیږي،
  • د ښځو د برابرۍ او ځواکمنتیا لپاره د لا اغېزناکې عدالت غوښتنې پیاوړتیا،
  • د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د ښځو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي لوړوالی او په اړه یې ملاتړ او
  • د جندر پورې اړوندو تګلارو، قوانینو او مقرراتو په رامنځته کولو او پلي کولو کې د مدني ټولنې د بنسټونو او دولت د اغېزمنتیا لوړوالی.

کړنـــــــــلاره

یادو موخو ته د رسېدو لپاره، د مشارکت پروژه به له ۵۰ څخه زیاتو د مدنې ټولنې له بنسټونو او ۵۰۰۰ فعالینو سره د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې کار وکړي ترڅو په ټولنیز ژوندانه کې د ښځو د بشپړ ګډون پر وړاندې پرتې تر ټولو مهمې مسئلې وټاکي، لومړیتوب ورکړي او هواري یې کړي.

دا پروژه به د یوې هراړخیزې، رڼې او سیالې لړۍ د کارولو له لارې، به د مدني ټولنې بنسټونه او فعالین د ائتلاف جوړونې په موخه سره راټول کړي او هر ائتلاف به په داسې بڼه جوړ شي ترڅو د افغانو ښځو لخوا ټاکل شوې لومړیتوب لرونکې یوې مسئله باندې کار وکړي. دا ائتلافونه چې د افغانو ښځو لخوا اداره کېږي، به د ګڼ شمېر ښکېلو اړخونو لکه مینه والو هېوادوالو، د خصوصي او دولتي سکتورونو همکارانو، سیمه ییزو او مذهبي مشرانو او رسنیو، سره به اوږه په اوږه کار وکړي ترڅو د ښځو، کورنیو، ټولنې او هېواد د پیاوړتیا په موخه د عدالت غوښتنې د کمپاینونو د پراختیا په برخه کې مرسته وکړي.

لاندې ټکي د پروژې مهمې بنسټیزې برخې رانغاړي:

  • د مدني ټولنې پورې اړوندو هغو بنسټونو د پیاوړتیا په موخه د یوې غیردودیزې او متمرکزې کړنلارې رامنځته کول کوم چې د یو لړ پراخو، هر اړخیزو او متمرکزو ائتلافونو له لارې، د ښځو د برابرۍ او ځواکمنتیا په برخه کې کار کوي؛
  • د ښځو د برابرۍ او ځواکمنتیا لپاره د جوړې شوې اجندا څارل، چې د یادې اجندا په اړه د هغه شمېر افغانو ښځو لخوا پرېکړه کیږې او پلې کیږي، کوم چې د پام وړ مسئلې او همدارنګه دا چې څرنګه باید اړوندې مسئلې هوارې شي، ټاکي؛
  • هر اړخیزتوب او پراخ جغرافیایي پوښښ. دا پروژه به لږ تر لږه په هر ولایت کې د مدني ټولنې له دوو بنسټونو سره کار وکړي او د مخکښو ځوانو ښځو او مدني ټولنې د بنسټونو په راتلونکي نسل باندې به راڅرخېږي؛
  • د مدني ټولنې او د افغانستان اسلامی جمهوري دولت ترمنځ د رغنده او اغیزناک ګډکار پیاوړتیا.

تمه کېدونکې پایلې

  • د افغانستان له 34 ولایتونو څخه، د ښځو د حقونو په برخه کې فعالو د مدني ټولنې د ۵۰ بنسټونو او ۵۰۰۰ فعالینو په ګډون، د ۱۲ ائتلافونو رامنځته کول.
  • د ښځو برابرۍ او ځواکمنتیا په برخه کې د شته پالیسیو او کړنو لپاره د عدالت غوښتنې او همدارنګه پر اړوندو پالیسیو او کړنو باندې د اغېزې په موخه، د ائتلاف د ۷۵ سلنه غړو د وړتیا لوړوالی.
  • له ائتلافونو سره په ګډه به، مشارکت لږ تر لږه د ښځو د حقونو او جندر پورې اړوند ۸ قوانین، مقررات یا پالیسي ګانې جوړې، پرې له سره کتنه یا پیاوړې کړي.
  • ۲۰ دولتي بنسټونه به د ائتلافونو له غړو سره په ګډه کار وکړي ترڅو د جندر مسئلې ته په پام هغه پالیسي ګانې، ستراتژۍ، بودجې یا پروګرامونه جوړ او ترلاس لاندې ونیسي کوم چې د افغانو ښځو ملاتړ کوي او هغوی ځواکمنوي.

له پیل څخه تر اوسه پورې، د مشارکت پروژې لاسته راوړنې:

  • د ټولو ۵ دفترونو رامنځته کول او فعال ساتل چې د هغو له ډلې ۴ دفترونه د ښځو لخوا د سیمه ایزو دفترونو مسولینو په توګه، ادراه کیږي.
  • د روان کال د جنورۍ او اپریل میاشتو په منځ کې، د افغانستان په کچه د مدني ټولنې سلګونو مخکښو ښځو ته مشورتي ناستې په لاره واچول شوې ترڅو په ټولنیز ژوندانه کې د ښځو د بشپړ ګډون پر  وړاندې پرتې تر ټولو مهمې مسئلې - کومې چې د افغانو ښځو لخوا تعریف او  په اړه یې پرېکړه شوې ده - په ګوته او اړه یې معلومات ترلاسه کړي. 
  • د روان کال د مارچ په میاشت کې، د مشارکت د پروژې ډلې له ۴۰۰ څخه زیاتو ترلاسه شويو غوښتنلیکونو ارزونه ترسره کړه او د یوې پرانیستې، رڼې او سیالې لړۍ له لارې یې د مدنې ټولنې د بنسټونو او فعالینو لومړنې ډله، وټاکله. هغه کسان چې وروستي پړاو ته لاره مومي، به په ملي ناسته کې د استازو او همدارنګه د مشارکت پروژې ترنامه لاندې ائتلافونو د بنسټ اېښودونکو په توګه دنده ترسره کړي. 
  • د روان کال د اپریل په میاشت کې، شاوخوا ۲۵۰ تنو مخکښو ښځو ملي ناستې ته د چمتوالي په موخه، د زونونو په کچه په لاره اچول شویو د بلدتیا په ناستو کې ګډون وکړ. ګډونوالو تر ټولو مهمو دریو مسئلو په اړه چې په اړوندو زونونو کې ښځې ورسره لاس او ګریوان دي او تمه کیږي چې یادې مسئلې به د رای اخیستنې په موخه په ملي ناسته کې ټولو استازو ته وړاندې شي، پرېکړه وکړه.
  • د پروموټ مشارکت ملي ناسته به د مې په میاشت کې په لاره واچول شي او په دې ناسته کې به له ۳۴ ولایتونو څخه ۳۰۰ تنه د مدنې ټولنې د بنسټونو مخکښې ښځې تر ټولو مهمو هغو مسئلو په اړه پرېکړه وکړي کوم چې په ټولنیز ژوندانه کې د ښځو د بشپړ ګډون مخه نیسي. همدارنګه ګډونوالې ښځې به د مشارکت لومړني ائتلافونه رامنځته کړي چې هر ائتلاف به بیا په لومړیتوب لرونکې یوه مسئله باندې کار وکړي. ددې ناستې په پای کې به ګډون کوونکي استازي لومړیتوب لرونکې ۱۲ مسئلې په ګوته، دری جوړ شوي ائتلافونه به اعلان او تر ټولو لومړیتوب لرونکو دریو مسئلو د هوارې په موخه به خپل لومړني کاري پلانونه وړاندې کړي.
  • مشارکت، د ائتلافونو د غړو ترمنځ د اړیکنیونې او معلوماتو د لیږد رالیږد په موخه، یوه نوې او اغېزناکه تګلاره رامنځته کړې ده. دا تګلاره د مدني ټولنې د بنسټونو ګډون کوونکو غړو او فعالینو ته وړتیا وربښي ترڅو په خپل منځ، له پروژې او کلیدي موکلینو سره د ګرځنده ټیلفون د پیغامونو له لارې په خوندي او اغېزناکه توګه په اړیکه کې وي.